ایکنا نیوز د فلسطین د اطلاع رسونې له قوله راپور راکړ، دغه مظاهرې د اردن په پلازمینې امان او ځینو نورو ښارونو کې وشوې.
د اردن په پلازمینې امان کې مظاهره چیانو د نیواکګر او جنایتکار صهیونیسټي رژيم سفارت کلابند کړ او د شعارونو په ورکولو او د غزې له مظلومو خلکو سره د پیوستون په اعلانولو سره ئې د فلسطینیانو په ضد د اسرائيلي نیواکګرو د جنایتونو او نسل وژنې د سملاسي درولو غوښتنه وکړه.
مظاهره چیانو همداراز د حماس او مقاومتی چورلیز په ملاتړ کې شعارونه ورکړل او له وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم سره ئې داړیکو دعادي کیدا د بهیر د دریدا غوښتنه وکړه.
دغه مظاهرې له سر د ماښامه پیل شوې او تر سهار وختي پورې ئې دوام درلود.
د اردن امنیتی ځواک د صهیونیسټ رژیم د سفارت په شاوخوا کې په مظاهرو یرغل وکړاو په کرتو ئې مظاهره چیان تیت پرک کړل خو دوي به بیا هماغه ځای کې د وحشي صهیونیسټي رژیم په ضد شعارونه ورکول.